پاکستاني رسنیو ویلي، د دغه هیواد پوځ د خيبرپښتونخوا په تيرا دره کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په عملياتو کې د یوه قوماندان په ګډون اته وسله وال وژلي دي.
ویل کیږي، دغه عملیات یې تېره ورځ په تیرا کې کړي.
پاکستاني رسنیو نن پنجشنبه د (زمري ۲۵مه) خبر ورکړی، چې د دغه هیواد پوځ د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ تېره ورځ چهارشنبه د خیبرپښتونخوا په تیرا دره کې د عملیاتو پر مهال د یوه مطلوب قوماندان په ګډون اته وسله وال وژلي.
پاکستاني امنیتي ځواکونو دغه وسله وال په ټي ټي پي پورې تړلي وسله وال بللي.
رسنیو د پوځ په حواله ویلي چې دغو وسله والو څو ورځې وړاندې د تیرا په ادم خیل سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو په پوسته د سپکو او درنو وسلو ډزې کړې وې.
د پاکستاني امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، په وژل شویو وسله والو کې یو مهم قوماندان هم شامل دی، چې له دوی سره اته کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، شپږ د ماین فیوزونه، ۲۹ ماینونه، ۱۲ لاسي بمونه، دوه میله ایم ۱۶، درې میله کلاشینکوفونه، څلور موبایلونه او درې میله تومانچې هم نیول شوې دي.
تر اوسه پورې تحریک طالبان پاکستان یا ټي تي پي ډلې د دغو عملیاتو او وژل شویو کسانو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې دغې ډلې په تیرا کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو د بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی و.