پاکستاني رسنۍ: وزیرستان کې له وسله والو سره په جګړه کې څلور پاکستاني عسکر وژل شوي

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۴

پاکستاني رسنیو د دغه هیواد د پوځ په حواله راپور ورکړی چې په سوېلي وزیرستان کې له وسله والو سره په نښته کې څلور امنیتي عسکر وژل شوي.
ويل کیږي، په دغې نښته کې شپږ وسله وال هم وژل شوي.

پاکستاني رسنیو نن چهارشنبه د (زمري ۲۴مه) د دغه هیواد د پوځ له قوله راپور ورکړی چې په تېرو دوو ورځو کې په سوېلي وزیرستان کې له وسله والو سره په نښته کې څلور پاکستاني امنیتي عسکر وژل شوي.
رسنیو د پوځ د خبرپاڼې پر بنسټ لیکلي چې په دغې مخامخ جګړه کې شپږ وسله وال هم وژل شوي.
په دې وروستیو کې د پاکستاني پوځ له لوري په خیبرپښتونخوا کې د (عزم استحکام) په نوم پوځي عملیات اعلان شوي و چې د خلکو او ګوندونو له غبرګون سره مخ شول.
خو له دې سره، سره هم په لوی وزیرستان کې د پاکستاني پوځ او وسله والو تر منځ مخامخ جګړې کیږي او دواړه لوریو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.
ټي ټي پي د دغې جګړې په اړه لا څه نه دي ویلي خو په وزیرستان کې له پاکستاني پوځ او امنیتي ادارو سره د دغې ډلې وسله وال جګړه کوي.
تر دې وړاندې هم د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو د وسله والو طالبانو او پاکستاني امنیتي ځواکونو تر منځ جګړې شوې چې د سیمې خلکو ته یې هم د سر او مال زیانونه اړولي دي.

نور خبرونه

رادیو