په کراچۍ کې د خپلواکۍ جشن د نمانځلو پر مهال په هوايي ډزو کې ۷۰ کسان ټپیان شوي دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۴

د پاکستان د خپلواکۍ د ۷۸مې کلیزې په خوشالۍ کې د کراچۍ په بېلابېلو سیمو کې د هوايي ډزو له امله ۷۰ تنه ټپیان شوي دي.
د امنیتي ادارو د معلوماتو له مخې، په ټپیانو کې دوه ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د دوی په وینا، ټپیان یې بېلابېلو روغتونونو ته لېږدولي دي.
دغې ادارې په دغو پېښو کې د وژل شویو کسانو په اړه څه نه دي ویلي.
امنیتي ادارې وایي، چې د هوایي ډزو پېښې په ماړه پور روډ، پي ای بي کالوني، زوړ ګوليمار، کورنګي، جمشيد کوارټر، ګلشن اقبال، لياري او ملير سيمو کې شوې دي.
له تېرې ورځې راهیسې په ټول پاکستان کې د دغه هېواد د خپلواکۍ ٧٨مه کليزه د نورو کلونو پرتله په شاندارو مراسمو نمانځل کېږي.
د دغې ورځې د نمانځلو له امله نن په ټول پاکستان کې عمومي رخصتي هم اعلان شوې ده.

نور خبرونه

رادیو