اصف دورانی: که طالبان د ټي ټي پي غړي اسلام اباد ته وسپاري مشکل به ور سره حل شي

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۴

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی وايي، که طالبان د ټي ټي پي غړي اسلام اباد ته وسپاري، نو له اسلام اباد سره به یې مشکل حل شي.

اصف دورانی د طالبانو د واکمنۍ د درې کلنۍ په مناسبت وايي، چې دا ډله دې یا پخپله د ټي ټي پي پرضد ګام پورته کړي یا دې یې پاکستان ته وسپاري.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو واکمنېدو او پاکستان کې د بریدونو ډېرېدو سره اسلام اباد بیا بیا پر دې ډله تور لګوي چې د دوی مخالف وسلوال یې په افغان خاوره کې ساتلي دي.

له اصف دوراني انډیپنډنټ اردو پوښتنه کړې چې پاکستاني طالبان ټول بریدونه له افغانستان پلانوي، نو په ځواب کې نوموړي ویلي چې اسلام اباد کله هم دا نه دي ویلي چې ټول بریدونه له افغان خاورې پلانېږي.

په ورته مهال زیاتوي چې دوی له طالبانو سره پر هغو بریدونو خبرې کوي چې پکې افغانان ښکېل دي، یا هلته پاکستاني طالبان پټنځي لري.

دغه پاکستانی استازی وايي، چې له دوی سره خبرو کې طالبانو د ټي ټي پي پرضد د هڅو خبره شوې او دوی هیله من دي چې طالبان پر خپله ژمنه ودرېږي.

تر اصف دوراني مخکې د پاکستان د پوځ مشر هم د دغه هېواد د ازادۍ ورځې غونډه کې وویل، چې افغان طالبان دې د ټي ټي پي پر ځای خپل خیرخواه ګاونډی غوره کړي.

عاصم منیر تېره اونې هم له افغان طالبانو وغوښتل، چې د پاکستان د تحریک طالبان د ملاتړ لپاره دې د اسلام اباد مخالفت ونه کړي.

افغان طالبان بیا بیا د طالبانو دا تور ردوي چې په افغانستان کې پاکستاني طالبان شته او په مقابل کې پر اسلام اباد تور لګوي چې د دوې پرضد داعش وسلوالوي.

نور خبرونه

رادیو