شپږیزه لیګ؛ بست ساتونکو د ۷ وېکټو په توپیر د سپین غر پړانګانو لوبډلې ته ماتې ورکړه

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۳

د بست ساتونکو لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې نور احمد څلور وېکټې واخیستې او په توپ وهنه کې محمد اکرم ۶۲ منډې جوړې کړې.
په روان شپږیزه لیګ کې دا د بست ساتونکو لومړۍ بریا او د سپین غر پړانګانو دویمه ماتې وه.

د دغې سیالۍ پچه د بست ساتونکو لوبډلې ګټلې وه او سپین غر پړانګانو ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې سپین غر پړانګانو د ۲۰ اورونو په لوبولو د ۷ وېکټو په زیان سره ۱۶۶ منډې جوړې کړې.
د سپین غر لپاره سمیع الله شینواري ۴۳ او اکرام علیخېل ۳۵ منډې جوړې کړې.
او د بست ساتونکو لوبډلې لپاره بیا نور احمد د ۱۶ منډو په بدل کې ۴ وېکتې او فرید ملک دوه وېکټې واخیستې.
د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د بست ساتونکو د محمد اکرم د ۶۲، ګلبدین نایب ۴۰ او رحمت شاه زرمتي ۳۷ منډو په جوړولو سره د سپین غر پړانګانو له لوري ورکړل شوی هدف د لوبې په ۱۹،۲ اورونو کې پوره کړ او سیالې لوبډلې ته یې د ۷ وېکټو په توپير ماتې ورکړه.
د دغې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه نور احمد ته ورکړل شوه.
د ورځې په جریان کې د یاد لیګ څلورمه لوبه د بند امیر ښامارانو او امو نهنګانو لوبډلو تر منځ تر سره کېږي.

نور خبرونه

رادیو