ټي ټي پي د پاکستان ولس ته: د اګسټ ۱۴مه د تورې ورځې په توګه ونمانځئ

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۲

د تحریک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پاکستان له ولسه غوښتي چې د اګسټ ۱۴مه ورځ د «پاکستان د ازادۍ ورځ نه بلکې د تورې ورځې په توګه نمانځئ.»

دغې ډلې ويلي، دغه ورځ د دوی ډلې د «الفتح» په نوم نومولې ده.

دغې ډلې د پاکستان پر ولس غږ کړی چې د «غلامۍ د دې سمبول په له منځه وړلو سره، د حقیقي ازادۍ لپاره عملي ډګر ته رامخته شئ.»

تر اوسه پورې د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په پاکستان کې هر کال د اګسټ ۱۴مه د دغه هیواد د حکومت له لوري د ازادۍ ورځې په توګه نمانځل کیږي.

ټي ټي پي د پاکستان له ولسه غوښتي چې چې ۱۴ اګسټ د قبایلو او بلوڅو په څېر د خپلواکۍ د ورځې په توګه نه بلکې د تورې ورځې په توګه ونمانځي.

تر دې وړاندې د خیبرپښتونخوا په قبایلي سیمو او بلوچستان کې بلوڅو خوځښتونو ویلي وو، چې د ۱۴م اګسټ ورځ به د پاکستان د نورو ولسونو په څېر نه نمانځي او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره به لاریونونه او پرلتونه روان ساتي.

تحریک طالبان پاکستان ډلې د پاکستان ولس ته په دغې خبرپاڼه وریاده کړې چې د پاکستان اوسني چارواکي د دوی ریښتیني خدمتګاران نه دي او یوازې په لوړو مالیو، د برېښنا په پرچاوئ او ګرانۍ یې د دوی ملاوې ور ماتې کړې او دوی یې پوروړي کړي دي.

واک ته په کابل کې د طالبانو له رسیدو وروسته د پاکستان حکومت تل کابل کې طالبان تورن کړي چې ټي ټي پي وسله والې ډلې ته یې د افغانستان په خاوره کې پټنځایونه ورکړي او له هغه ځایه په پاکستان کې د نا امنیو پلانونه جوړوي خو طالبانو د پاکستان دغه دعوې رد کړې دي.

نور خبرونه

رادیو