پاکستانی ډیپلومات: هڅه کوو چې د ټي ټي پي په اړه د طالبانو تګلاره بدله کړو

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۲

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم ویلي، هېواد یې هڅه کوي چې د پاکستاني طالبانو په وړاندې د افغان طالبانو تګلاره بدله کړي.

ښاغلي اکرم زیاته کړه چې د طالبانو خپلمنځي مخالفتونو د ټي ټي پي پر ضد د کوټلو ګامونو مخه نیولې ده.

ایکسپریس ټربیون ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ د (زمري ۲۲مه) د منیر اکرم په حواله راپور ورکړ چې پاکستان په دوه اړخیزه، سیمه ییزه او نړۍواله کچه د ډیپلوماسۍ له لارې د ټي ټي پي په وړاندې د طالبانو پالیسي بدلوي.

ښاغلي اکرم وویل: «دا ستاسو انګېرنه ده چې موږ نه شو کولی د هغوی (طالبانو) پالیسي بدله کړو. دا زموږ انګېرنه نه ده. که طالبان وي او که بل څوک، هر حکومت هڅه کوي چې د ډيپلوماسۍ له لارې خپله تګلاره بدله کړي او دا هڅې روانې دي.»

اسلام اباد پاکستاني طالبان یوه ترهګره ډله بولي او له تېرو درېیو کلونو راهیسې یې اصلي غوښتنه د ټي ټي پي مخنیوی دی، هغه ګام چې طالبانو نه دی پورته کړی.

منير اکرم وايي، اسلام اباد د دغه ګام د پورته کولو لپاره ډېرې هڅې کړې وې، خو د طالبانو په حکومت کې دننه مخالفتونو افغان طالبان د پاکستاني طالبانو پر ضد د کوټلو ګامونو د پورته کولو مخه نيولې وه.

دغه لوړپوړي پاکستاني ډیپلومات وویل، «موږ هڅه کوو چې طالبان قانع کړو چې د دوی شتون (په افغانستان کې پاکستاني طالبان) د پاکستان، سیمې او ان د طالبانو پر ضد دي.»

هغه همداراز د نړۍوالې اجماع غوښتنه وکړه چې د افغانستان په قضیه کې د ترهګرۍ موضوع ته لومړیتوب ورکړي.

د پاکستان استازي دا هم وویل چې په راتلونکي کې د طالبانو په رسمیت پیژندل او پر هغوی د بندیزونو لرې کول به د ترهګرۍ پر وړاندې د دغې ډلې له کړنو سره مشروط وي.

کابو درې کاله وړاندې د اګسټ پر ۱۵مه پاکستان په افغانستان کې د طالبانو په بري او په کابل کې د اسلام اباد په مشرۍ د حکومت په جوړېدو خوښ و، خو په تېرو درېیو کلونو کې داسې ونه شول، بلکې د پاکستاني چارواکو په وینا، د کابل او اسلام اباد اړیکې تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوې دي.

نور خبرونه

رادیو