د پاکستان پوځ وايي، چې په خیبر پښتونخوا کې یو پولیس او ۴ ملېشې وژل شوي دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۱

د پاکستان پوځ د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د خیبر پښتونخوا په درېیو بېلابېلو سیمو کې د نښتو په ترڅ کې یو پاکستانی پولیس او څلور ملېشې وژل شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه په غاړه نه ده اخيستې.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر د یکشنبې په ورځ (د زمري ۲۱مه) اعلان وکړ، چې د جګړې په یوه سیمه کې د نښتو پر مهال یو ۲۴ کلن پولیس عزیر محمود ملک سخت ټپي او د پېښور په یوه روغتون کې یې ساه ورکړه.

د پاکستان د پوځ د خبرپاڼې له مخې؛ دغه نښتې د جمعې په ورځ د زمري په ۱۹مه په پښتونخوا کې شوې دي.

د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو د مرکز د کلني راپور له مخې؛ په ۲۰۲۳ کال کې خیبر پښتونخوا او بلوچستان د نښتو اصلي مرکزونه وو.

د دغه راپور له مخې؛ د تلفاتو د ۱۳۹ پېښو ۹۰ سلنه او د ټولو بریدونو ۸۴ سلنه په دغو دوو ایالتونو کې ثبت شوي دي.

نور خبرونه

رادیو