د پاکستان لومړی وزیر: ملت د ترهګرۍ ضد جګړه کې له پوځ سره ولاړ دی

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۰

د پاکستان لومړی وزیر د پښتونخوا د خیبر په تیرا کې د وسلوالو پرضد د پوځ عملیات ستایي او زیاتوي چې «ولس د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پوځ ملاتړی دی.»

لومړي وزیر شهباز شریف او ولسمشر اصف علي‌زرداري په دغه سیمه کې د وسلوالو په برید کې د دریو پوځیانو وژل هم غندلي دي.

د پاکستان پوځ وايي، پرون یې تیرا کې په عملیاتو سره څلور وسلوال وژلي او په مقابل کې یې درې پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستان لومړی وزیر دغې پېښې ته په اشاره وايي، چې پوځ به یې له ترهګرۍ د ټول هېواد د خوندي کولو لپاره جګړې ته دوام ور کړي.

د شهباز شریف په خبره، د پاکستان ټول ملت په دغه جګړه کې له پوځ سره ولاړ دی.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري هم تیرا کې د وژل شویو پوځیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده.

نوموړي هم په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د پاکستان ملت په دغه هېواد کې د ترهګرۍ د جرړو اېستلو هوډ لري.

نور خبرونه

رادیو