پاکستان او امریکا ژمنه کړې، چې د افغان کډوالو ستونزو ته دایمي حل لاره ومومي

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۹

د پاکستان د سرحدونو او قبایلو چارو ایالتي وزیر وايي، چې هېواد یې له امریکا او نړۍوالې ټولنې سره په ګډو هڅو د افغان کډوالو د دایمي حل په لټه کې دی.
امیر مقام دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د امریکا له سفیر ډونالډ بروم سره په کتنه کې کړې دي.

په دې کتنه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته د افغان کډوالو د ورستنېدو لپاره د مناسبو شرایطو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
امیر مقام د امریکا د متحده ایالاتو له سفیر ډونالډ بروم سره په کتنه کې ټینګار وکړ، چې د افغان کډوالو کوربه ټولنې ته د امریکا او نړۍوالې ټولنې د مرستو اندازه باید زیاته شي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د امریکا د متحده ایالاتو سفیر د پاکستان د قبایلو او د سرحدونو له ایالتي وزیر سره په پاکستان کې د مېشتو افغانانو د هوساینې د زیاتولو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې ډونالډ بروم په پاکستان کې د افغان کډوالو د کوربه‌توب د ستاينې په ترڅ کې وويل، چې د امريکا حکومت چمتو دى په پاکستان کې د افغان کډوالو د حالت د ښه کولو لپاره له کوربه هېواد سره مرسته وکړي.
د امريکا سفير دغه راز په خيبرپښتونخوا او د افغانستان سره د دغه هېواد په سرحدي سيمو کې د ترهګريزو فعاليتونو د زياتوالي په اړه هم خپله اندېښنه څرگنده کړې ده.
د پاکستان د سرحدونو او قبایلو چارو ایالتي وزیر په داسې حال کې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو ستونزو ته د دوامداره حل لارې د موندلو لپاره د ګډو هڅو خبره کوي، چې پاکستان هره ورځ افغان کډوال له دغه هېواده په زوره باسي.
تر دې مخکې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فیلیپو ګرانډي پېښور او اسلام اباد ته د خپل درې ورځني سفر په پای کې ویلي و، چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ د ځنډولو په اړه یې له پاکستان سره هوکړه کړې ده.
خو د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ څه موده وړاندې په يوه خبري غونډه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې هغه ادعا رد کړه، چې له مخې يې په دغه هېواد کې د استوګنې له اسنادو پرته د کډوالو د شړلو بهير وځنډول شو.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویلي، چې له اسنادو پرته د کډوالو د بېرته ستنولو پلان لا هم پر ځای دی او په منظمه او مرحله وار ډول به پلی کېږي.

نور خبرونه

رادیو