د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، اسلام اباد د بنګلدېش پرمختیاوو کې لاس نه لري

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۹

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، دغه هېواد د بنګلدېش وروستیو پرمختیاوو او د لومړۍ وزیرې حسینه واجد د حکومت پرځېدو کې لاس نه لري.

ممتاز زهرا بلوڅ نن خبریالانو ته وویل، «اسلام اباد او ډاکه خپلو کې ښه اړیکي لري او دا اړیکي په تېرو څو کلونو کې نور هم پراخ شوي دي.»

د بنګلدېش د بنسټګر شیخ مجیب الرحمان لور او د دغه هېواد لومړۍ وزیره شیح حسینه واجد تېره دوشنبه له پرلپسې مظاهرو وروسته له دندې لاس پر سر او بهر لاړه.

ځینې هندي چارواکي او رسنۍ د بنګلدېش دې نارامیو کې پاکستان ښکېل بولي، خو مېرمن بلوڅ په خپلو خبرو دا ادعاوې رد کړه.

د شیخ حسینه واجد تر استعفا وروسته لاریونوالو د اقتصاد برخه کې د نوبل جایزې ګټونکی محمد یونس د خپل هېواد لنډمهالی لومړی وزیر وټاکه.

د بنګله دېش د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینې زوی د جمعې په ورځ وویل، هر کله چې لنډمهاله حکومت د ټاکنو لپاره پرېکړه وکړي؛ نو مور به یې بېرته خپل هېواد ته راستنه شي.

نور خبرونه

رادیو