د خیبر پښتونخوا سیمهییز چارواکي وايي، هغه شپږ تنه افغانان یې نیولي چې د ځینو پاکستاني ادارو په ملتیا یې ناقانونه پاکستانۍ پېژندپاڼې ( شناختي کارټونه) او پاسپورټونه جوړ کړي وو.
دغې سرچېنې د پنجشنبې په ورځ په اېکس پاڼه لیکلي، چې یو کس یې د تورخم په دروازه کې هغه مهال ونیو چې افغانستان ته یې د اوښتو هڅه کوله او پنځه تنه نور یې بیا چې د دوی په وینا د چمن د دروازې له لارې راغلي وو او د پېښور په عثمانیه نومي هوټل کې اوسېدل نیول شوي دي.
د پاکستان د استخباراتو یوې څانګې (اېف ای اې) ویاند ویلي، چې د دغو نیول شویو کسانو سره جعلي پاکستاني پاسپورټونه او شناختی کارټونه هم نیول شوي دي.
دغې سرچېنې ویلي، دغو کسانو غوښتل چې د پاکستاني پاسپورټونو او شناختي کارټونو له مخې سعودي عربستان ته سفر وکړي، چې تر هغې مخکې ونیول شول.
سرچېنې دا هم ویلي، چې په دې برخه کې د پاکستان د نادرا او پاسپورټ په ادارو کې هم ځیني کسان لاس لري او د هغوی د نیولو هڅې هم روانې دي.
تر دې وړاندې هم پاکستانی چارواکو ویلي وو، چې یو شمېر افغانانو پاکستاني شناختي کارټونه او پاسپورټونه جوړ کړي، چې دوی یې شمېر تر سلو زرو زیات یادوه او دا یې هم ویلي و چې دغه کسان به نیسي او تر عدالته به یې راکاږي.