عمران خان ویلي، چې که د ده پلویان په تاوتریخوالي کې لاس ولري، بښنه به وغواړي

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۸

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي، که د تحریک انصاف ګوند غړي د تېر کال په مئ میاشت کې د ده له نیولو وروسته د عامه شتمنیو په ویجاړولو او پر پوځ برید کې لاس ولري، بښنه به وغواړي.
هغه مخکې له پوځ سره د ښو اړیکو نه درلودل «احمقانه» بللي وو.

د پاکستان پخواني لومړي وزير د چهارشنبې په ورځ د زمري ۱۷مه د راولپنډۍ په اډياله زندان کې خبريالانو ته وويل، که پر ودانیو او سړکونو د لګېدلو کمرو تصويرونه او ويډيوګانې وليدل شي او د ده د ګوند غړي په تاوتريخوالي کې لاس ولري، بښنه به وغواړي.
عمران خان او د تحریک انصاف ګوند یو شمېر جګپوړي غړي د تېر کال د غوايي میاشتې په تاوتریخوالي او د پاکستاني پوځ پر مرکزونو په بریدونو کې په لاس لرلو تورن شوي وو. د ۱۴۰۲کال د غوايي په ۱۹مه په لاهور کې د ښاغلي خان له نیول کېدو وروسته قهرجنو لاریونیو په راولپنډۍ، لاهور او پېښور کې د پوځ د مرکزي دفتر په ګډون پر پوځي مرکزونو بریدونه وکړل.
لاریون کوونکو په لاهور کې د پوځ د مشر د کور په ګډون د پوځ یو شمېر بنسټونو ته اور ورته کړ. له تاوتریخوالي وروسته د پاکستان حکومت او پوځ د مشرانو په ګډون د تحریک انصاف سلګونه غړي ونیول او بندیان کړل.
عمران خان ټینګار کوي چې د ګوند غړي یې په تاوتریخوالي او د پوځ پر اډو په بریدونو کې لاس نه لري، بلکې دا چې دغه تاوتریخوالی حکومت او پوځ ته د ده د ګوند د ځپلو لپاره تنظیم کړی و. ښاغلي خان وویل چې د هغه د ګوند غړو یوازې په لاهور کې د هغه د کور مخې ته «پټرولي بمونه» کارولي.
جیونیوز خبري چینل د ښاغلي خان له قوله لیکلي: «که د تحریک انصاف ګوند غړي د تیر کال د مئ میاشتې په نهمه نیټه په تاوتریخوالي کې لاس ولري، زه به یې له ګونده وباسم او د سزا غوښتنه به یې هم وکړم.»
په زندان کې له یو کال تېرولو وروسته ظاهراً د ښاغلي خان یو کال وړاندې سخت دریځ بدل شوی دی. هغه په دې وروستیو کې رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دا به «احمقانه» وي چې څوک له پوځ سره «د لوړې کچې» اړیکې ونه لري. هغه دا هم وويل چې له امريکا سره هيڅ ډول کرکه نه لري.
خان تر دې مخکې پوځ، سیال ګوندونه او متحده ایالات په ۲۰۲۲ کال کې د هغه د حکومت د نسکورولو لپاره د دسیسې په جوړولو تورن کړي وو او پر هغوی یې سختې نیوکې او تورونه لګولي وو.

نور خبرونه

رادیو