د خیبرپښتونخوا وزیر اعلی علي امین ګنداپور د پاکستان حکومت ته ویلي، په افغانستان کې د امریکا پوځي عملیاتو لپاره مو چې پوځي اډې ورکړې وې؛ نو اوس له افغانستانه د ګلونو تمه مه کوئ.
هغه په صوابۍ کې د پاکستان تحريک انصاف يوې لویې غونډې ته د وينا پرمهال وويل:« پوځ وايي، زموږ هېواد کې ترهګري ده او اوس ټول د ترهګرۍ په اړه خبرې کوي. زه پوښتنه کوم، چې ايا تاسو مخکې د امريکا په وينا پوځي عمليات نه دي کړي؟»
هغه پوځ ته په خطاب سره ویلي:« خپلي اډې مو د خپل ګاونډي هېواد پر ضد د کارولو لپاره، چې پښتانه هم دي او مسلمانان هم دي، نه وې ورکړې؟ او نن چې څه وشي نو تاسو تور لګوئ او وایئ، چې دا له افغانستانه پلان شوي وو.»
هفه زیاته کړې:« تاسو د هغوی په بچيانو د مرمیو د ورولو لپاره اډې ورکړې وې؛ نو تاسو څنګه هيله لرئ، چې هغوی به تاسو لپاره د ګلونو ګېډۍ راولېږي؟»
هغه د شهباز شریف په لنډمهالي حکومت تور لګولی او ویلي یې دي، د شهباز شريف په مشرۍ لنډ مهالي حکومت کې شاملې ډلې په هېواد کې د ترهګرۍ کړۍ وې او ترهګري یې روزله؛ خو د عمران خان په حکومت کې بیا له ترهګرو ډلو سره اړیکې نه پالل کېدې.