د پاکستان دولتي بانک وايي افغانستان ته د دغه هېواد صادرات څلور سلنه زیات شوي

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۶

د پاکستان دولتي بانک وايي، سږني مالي کال کې افغانستان ته د دغه هېواد صادرات ۴.۱۲ سلنه زیات شوي، چې له ۵۲۲ میلیون ډالرو ۵۴۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي.

همدارنګه له افغانستانه پاکستان ته واردات ۲۱.۹۵ سلنه کم شوي او له ۱۵ میلیونو ډالرو ۱۱ میلیونه ډالرو ته ټیټ شوي دي.

د پاکستان نیشن ورځپاڼې نن خبر ورکړ، چې د پاکستان د دولتي بانک د میاشتنۍ احصایې له مخې، په جون میاشت کې افغانستان ته د دغه هېواد ټول صادرات له ۴۶ میلیونو ډالرو ډېر وو، چې تېر کال دغه شمېره ۴۳ میلیونه او ۶۵۷ زره ډالره وه.

د همدې کال په جون کې د پاکستان صادرات د تېر کال تر همدې وخت ۵.۵۳ سلنه ډېر شوي دي.

دغې رسنۍ لیکلي، چې نورو هیوادونو ته د پاکستان صادرات په عمومي ډول په یوه کال کې ۱۱.۵۳سلنه زیات شوي او څه باندې ۳۱ میلیارد ډالرو ته رسیدلي دي.

نور خبرونه

رادیو