ځايي سرچینې: د شمالي وزیرستان په څو ساعته جګړه کې د امن کمېټې یو ځايي قومندان ووژل شو

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۶

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې تېره ورځ د شمالي وزیرستان د میرعلي ښار موسکي سیمه کې په یوه وسله واله نښته کې د امن کمېټې ځايي مسوول زمین الله له خپلو وسله والو سره ووژل شو.

په دغه نښته کې درې نور وسله وال هم وژل شوي دي.

له شمالي وزیرستان څخه ځايي سرچینو وویل، چې یوې وسله والې ډلې د پاکستان حکومت د ملاتړي ډلې امن کمېټې ځايي قوماندان زمین الله پر کور برید وکړ.

دغه نښته چې تېره ورځ ۱۱ بجې پیل شوه تر ماښامه روانه وه.

په دغه جګړه کې وسله والو د زمین الله کور سوځولی او مړو ته یې اور اچولی دی.

هغه وېډیوګانې چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رارسېدلي، ښيي چې وسله والو د زمین الله جسد د برېښنا پر پایه تړلی دی او ځايي اوسېدونکو یې ننداره کوي.

د شمالي وزیرستان میرعلي سیمې د پاکستاني پولیسو یو ځايي مسوول جهانزیب وزیر خبریالانو ته ویلي، چې دغه برید د تحریک طالبان پاکستان حافظ ګل بهادر ډلې وسله والو کړی دی.

تر اوسه د ټي ټي پي حافظ ګل بهادر ډلې د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.

یو ځايي خبریال لعل وزیر افغانستان انټرنشنل ـ پښتو وویل، چې دغه برید له هغه وروسته شوی، چې د پاکستان د حکومت ملاتړې ډلې او د ځايي امن کمېټې وسله والو چې مشري زمین الله کوله، په یوه برید کې د حافظ ګل بهادر ډلې ځايي قوماندان نسیم الله وژلی و.

لعل وزیر زیاتوي، چې زمین الله له دې وړاندې د ټي ټي پي حافظ ګل بهادر د ډلې ځايي قوماندان و؛ خو د پاکستان پوځ ته د تسلمېدو وروسته په سیمه کې د امن کمېټې ځايي مسوول وټاکل شو، چې له سلګونو وسله والو سره یې په خپله سېمه کې د ټي ټي پي پر وسله والو بریدونه کول.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان استخبارانو له خوا د پښتونخوا په بېلابیلو سیمو کې د ټي ټي پي پر ضد د جګړې لپاره ورته د امن کمېټې جوړ شوي دي.

نور خبرونه

رادیو