د بلوچستان حکومت د بلوڅانو د غورځنګ ۷۷ نیول شوي فعالان له یو لړ خبرو اترو وروسته د لیکلې هوکړې له مخې خوشې کړي دي.
د بلوڅانو غورځنګ او حکومت تر منځ خبرې اترې تېره شپه په ګوادر کې تر سره شوې.
د ګوادر یو امنیتي مشر حمودالرحمن وايي، د بلوڅانو د غورځنګ د اعتراضونو د ختمولو وروسته د دوی ۷۷ نیول شوي غړي د لیکلې هوکړې له مخې خوشې شوي دي.
د ګوادر دغه چارواکي وويل، د مهمو لويو لارو د پرانیستلو هڅې روانې دي.
د ګوادر په ګډون د صوبې په بېلابېلو برخو کې د بلوڅانو د غورځنګ د احتجاجونو له امله لویې لارې تړل شوې وې.
له بل پلوه د بلوڅانو د غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوڅ په اېکس پاڼه لیکلي:« زموږ د شهیدانو وینه دومره ارزانه نه ده. موږ د خپلو شهيدانو د وينو معاوضه نه غواړو.»
دغه اعتراض د سه شنبې په ورځ د (زمري په ۹مه) په ټول بلوچستان کې پیل شو.
تر دې وړاندې د بلوڅانو غورځنګ ادعا کړې وه، چې پوځ د اعتراض د ګډوډولو لپاره له زوره کار اخیستی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ډېر اعتراض کوونکي ټپیان کړي دي.
خو د پاکستان پوځ ویلي و، په ګوادر ښار کې پر امنیتي ځواکونو د احتجاج کوونکو په برید کې یو عسکر وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان دي.
دغه اعتراض کوونکي د خپل غورځنګ د هغو غړو د خلاصون غوښتونکي وو، چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو لهخوا نیول شوي وو.