په خېبر پښتونخوا کې د بارانونو له امله ۲۴ کسان مړه شوي دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۲

په خیبرپښتونخوا کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې وویل، د جولای له ۲۹مې څخه تر پنجشنبې پورې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د بارانونو له امله ۲۴ کسان مړه شوي او ۱۷ نور ژوبل دي.

د خېبرپښتونخوا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې له‌خوا په خپور شوي راپور کې ویل شوي، چې د باران لوړه کچه نېغ په نېغه د پراخو سېلابونو لامل ګرځي.
په تېرو درېيو ورځو کې په ټوله صوبه کې د بارانونو له امله ۲۴ تنه مړه شوي او ویل کېږي، چې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په کوهاټ کې شوې چې د شپږو ماشومانو په ګډون په کې لس کسان مړه شوي دي.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې پر اغېزمن شویو کسانو یې خېمې، کمبلې او نور لومړني توکي وېشلې دي.
بل لوري ته په بر چترال کې د سختو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي، چې له امله یې ۱۰۷ کورونه په بشپړ يا برسېرنه توګه نړېدلي دي.
په هنګو، هري پور، مانسهره، دېر، چارسده، مهمند، باجوړ او اېبټ اباد کې هم د سېلابونو او کورونو د نړېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
راپور زياتوي، چې په اېبټ اباد کې د ځمکې ښويېدنې راپورونه هم ورکړل شوي دي.
له بل پلوه په لاهور کې توپاني باران د پنجشنبې په ورځ لږ تر لږه ۴۴ کلن ریکارډ مات کړ؛ ځکه چې په څو ساعتونو کې د ۳۶۰ ملي مترو څخه زیات باران ورېدلی دی.
د سه شنبې په ورځ هم د پنجاب په بېلابېلو سیمو کې د سختو بارانونو له امله يو ماشوم او پنځه ښځې مړې شوې او شپږ نور ژوبل شوي دي.
بلخوا لاهور کې د باران له امله په درېيو جلا پېښو کې د يوه ماشوم په ګډون دوه کسان مړه شوي او ۷ نور ژوبل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو