سیاسي مشرانو د سه شنبې په ورځ په ګډه په خیبر پښتونخوا کې د هر ډول نوي پوځي عملیاتو مخالفت وکړ او په سیمه کې یې د تلپاتې سولې د ټینګښت غوښتنه وکړه.
دوی دا غوښتنه په لنډي کوتل کې د وژل شوي خبریال خلیل جبران لپاره جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال وکړه.
دا غونډه د خيبر پښتونخوا د خبريالانو ټولنې تر سيوري لاندې د ځايي پرېس کلب په همکارۍ جوړه شوې وه.
ويناوالو د پښتنو په خاوره د نويو پوځي عملياتو د پيلولو لپاره د پښتنو په منځ کې د يووالي په اړتیا ټینګار وکړ.
ورته مهال د جماعت اسلامي ګوند مرستیال مشتاق احمد وويل، خليل جبران ځکه ووژل شو چې د حق خبره يې کوله او امن خوښوونکى و.
هغه وويل، چې هغه په سيمه کې د ناامنۍ له امله ووژل شو.
هغه وويل، امنيتي ادارو په تېرو ٢٢ کلونو کې تر دې مهاله ٢١ پوځي عمليات کړي؛ خو په سيمه کې امن نه دى راغلی.
نوموړي وويل، چې ګوند يې په دې سخت وخت کې د قبايلي خبريالانو تر شا ولاړ دی او د خليل جبران کورنۍ ته يې د غرامت غوښتنه وکړه.
د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر ميا افتخار حسېن وايي، پښتانه نور د امن د ټینګښت لپاره د پوځي عملياتو په نوم دوکې نه مني.
هغه وویل، چې ګوند به یې د پښتنو د بې ځایه کېدو په وړاندې کلک مقاومت وکړي.
نوموړي د پښتنو په وړاندې د حکومت په تګلاره کې د بدلون غوښتنه وکړه او ټينګار يې وکړ، چې دغه ډول چلند د دوی او مرکزي حکومت تر منځ واټن رامنځته کوي.
هغه تور ولګاوه، چې د پوځي عملياتو موخه د پښتنو د بې ځايه کېدو او د هغوى د طبيعي زېرمو نيول دي.