د خیبر پښتونخوا په کورمې ولسوالۍ کې له شپږو ورځنیو جګړو وروسته، چې ۴۹ تنه په کې ووژل شول اوربند شوی او په سیمه کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.
دغه جګړه چې د ځمکې پر سر د دوو کورنیو تر منځ نښتې وه، د تېرې شپې راهیسې درېدلې او د دواړو خواو وسلهوال کسان له مورچلو لرې شوي او پر ځای یې امنیتي کسان ځای بر ځای شوي دي.
په سیمه کې د زارع په نوم د یو روغتون د مالوماتو له مخې، په دغو شپږ ورځنیو جګړو کې ټول ټال ۴۹ کسان وژل شوي او ۲۲۶ کسان ژوبلېدلي دي.
په تېرو شپږو ورځو کې پاړه چنار ته ټولې غځېدلې لارې تړل شوې وې، چې له امله یې ولسي خلکو ته مېلیونونه روپۍ زیان اړولی دی.
په پاړه چنار کې ازاد خبریال علي افضل افضال افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د اوربند د اعلانېدو سره سم په سیمه کې بې باوري ختمه شوې او خلک له شوي اوربنده خوشاله دي.
دغه نښتې (د زمري په ۳مه) نېټه هغه مهال چې یو وسلهوال کس د هغه پلاوي سره چې د ځمکې د لانجې د غوڅولو لپاره سیمې ته ورغلی و د بوشهره په سیمه کې پیل شوې، چې وروسته اتو نورو کلیو ته هم وغځول شوې او د کورمې ډېر نور کلي هم په کې ښکېل شول.
دغه سیمې چې د ډيورنډ په کرښه پرتې دي، شیعه او سني مذهبه خلک په کې ژوند کوي چې ډېر ځله د دواړو مذهبونو خلک په بېلابېلو مسلو سره ښکېل شي، چې دغه څه د محرم او عاشورا په شپو ورځو کې ډېر پېښیږي.
خو دا پلا دغه نوې لانجه د ځمکې پر سر راوټوکېده، چې تېر کال هم د ځمکې د دعوې پر سر د دواړو خواو څخه ۲۵ تنه وژل شوي وو.
یو شمېر کتونکي وايي، په دغو سیمو کې له خلکو سره د سپکو او درنو وسلو شتهوالي دغسې مرګونو لانجو ته لاره هواره کړې او په تشه خبره هم وسلو ته لاس کېږي او یو بل ته ګوته په ماشه شي.
دغه کتونکي وايي، تر هغې چې له دغو خلکو نا قانونه وسله ټوله شوې نه وي؛ نو په راتلونکې کې هم د دغسې نښتو د پېښېدو شونتیا ډېره ده.