پاکستاني رسنۍ: د خیبرپښتونخوا ډېره اسماعیل خان کې د ملګرو ملتونو پر موټر ډزې شوې

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۰

پاکستاني رسنیو د پولیسو له قوله ویلي، چې ناڅرګندو وسله والو تېره ورځ د دغه هیواد په شمال لوېدیځ کې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو پر موټر ډزې کړې خو چا ته په کې زیان نه دی اوښتی.
د پولیسو په وینا دغه کسان په سیمه کې د څښاک پاکو اوبو د نمونې اخیستلو لپاره روان وو.

پولیسو ویلي، د ملګرو ملتونو دغه موټر د مرمۍ ضد و او د دغې ادارې سیمه ییز کارکوونکي په کې سپاره وو.
پاکستاني پولیس وايي، چې په موټر کې سپرو کسانو ته هیڅ کوم زیان نه دی رسېدلی او یوازې د دوی د موټر ځینې برخې زیانمنې شوې.
په سیمه کې پولیس چارواکو پاکستاني رسنیو ته ويلي چې په وسله والو بریدګرو پسې د پلټنې عملیات روان دي.
تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دغه برید په اړه څه نه دي ويلي، او ټي ټي پي بیا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دوی دغه کار نه دی کړی.
خو په دغه سیمه کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو باندې د ډیرو بریدونه مسووليت ټي ټي پي په غاړه اخلي.
تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي وسله والې ډلې ویلي چې د ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې نږدې ۵۰۰ بریدونه کړي. چې ډیری هغه یې د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې شوي.
دا په دې وروستیو کې لومړی ځل دی چې په پاکستان کې د ملګرو ملتونو پر موټر وسله وال برید کیږي، او مسوولیت یې هم څوک نه مني.

نور خبرونه

رادیو