د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه په راولپنډۍ کې د جماعت اسلامي هغه پرلت چې پنځه ورځې وړاندې یې په دغه هیواد کې د گرانۍ، لوړې مالیې او برېښنا لوړې بیې په غبرګون کې پیل کړی، لا هم روان دی.
د دغه ګوند مشر حافظ نعیم الرحمان وايي، حکومت یې لاهم غوښتنې نه دي منلې.
که څه هم روانه اوونۍ د پاکستان په ټولو سیمو کې باران وریږي خو دغه پرلت وال وايي، چې تر هغو یې چې غوښتنې نه وي منل شوې، پرلت نه ړنګوي.
د جماعت اسلامي او حکومت ترمنځ د پرلت د ختمولو په اړه یو ځل خبرې اترې هم شوې او بې پایلې پاتې شوې دي، په پام کې وه چې د خبرو دویم پړاو تېره ورځ ترسره شي خو د ناڅرګندو دلیلونو له امله ځنډېدلی و، او ټاکل شوې چې له حکومت سره د خبرو بل پړاو نن ترسره شي.
د جماعت اسلامي مشر حافظ نعيم الرحمان ويلي چې حکومت یو لورته د مذاکراتو خبره کوي خو بل لورته بیا د سوله ییز پرلت او لاریون په وړاندې خنډونه جوړوي.
هغه زیاته کړې، چې د برېښنا لوړ بیلونه، بې حده ګراني او لوړې مالیې نورې ورته د منلو نه دي، او په دې برخه کې به تر هغه مبارزه کوي چې حکومت دا هر څه سم کړي نه وي.
حکومت تر اوسه پورې د جماعت اسلامي ګوند د دغو لاریونو او پرلت په اړه په څرګنده څه نه دي ویلي، خو د جماعت اسلامي ګوند مشر وايي، چې خبرې یې ورسره روانې دي.
د راوړلپنډۍ او اسلام اباد اوسېدونکو بیا د تړلو لارو او په بازارنو کې د لاریون له امله د دوکانونو د بندیدو په اړه شکایت کړی او وايي، د تګ راتګ پر مهال له ډیرو ستونزو سره مخ دي.
جماعت اسلامي ګوند خپلې دغې اعتراضي غونډې او پرلت ته د «ولس ته حق ورکړئ» نوم ورکړی دی.