عمران خان: له پوځ سره خبرو ته تیار یو، خپل استازي دي وټاکي

AP ۱۴۰۳ زمری ۹

د پاکستان تحريک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د پوځ سره خبرو کولو ته چمتوالۍ ښودلی او ويلي يې دي، چې پوځ دې د مذاکراتو لپاره خپل استازي وټاکي.

پاکساني رسنيو ليکلي، چې عمران خان دغه څرګندوني د اډياله زندان په محکمه کې د خبريالانو سره په غيري رسمي خبرو کې کړي دي.

جيونيوز د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۹مه) په خپل خبر کې ليکلي، چې یو خبريال پر پوځ د عمران تور لګولو ته په اشارې پوښتلي، چې د پوځ پر ځای ولي له سياسي ګوندونو سره خبري نه کوې؟

د جيونيوز په خپل خبر کې د عمران له قوله ليکل شوي، چې نوموړي ویلي: «موږ پر پوځ تور نه لګوو، يوازي پرې نيوکي کوو،د پاکستان د پانګونې د اسانتیاو ځانګړې شورا څه شي ده او د کورنيو چارو وزير محسن نقوي څوک دی؟ دا خو د دوی له لوري راغلی دی.»

خبريالانو له عمران څخه پوښتلي که حکومت د پاکستان کورنيو چارو وزير محسن نقوي ته د مذاکراتو واک ورکړي تاسو خبرو ته چمتو ياست؟

نوموړي ويلي: «له محسن نقوي سره به هيڅکله خبري ونه کړي، هغه او د پنجاب د پوليسو مشر پر موږ ظلم کړی دی، مریم نواز هم فاشست ډه.»

عمران خان خبريالانو ته ويلي، چې حکومت غواړي د تحريک انصاف او پوځ ترمنځ جګړه جوړه کړي او د دوی ګوند له منځه يوسي.

نور خبرونه

رادیو