په خیبر پښتونخوا کې د سېلابي اوبو له امله د یوې کورنۍ ۱۱ غړي مړه شوي دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۹

ځايي سرچینې وايي، یاده پېښه د خیبر پښتونخوا د کوهاټ په دره ادم خېل سیمه کې شوې چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۱ غړي مړه شوي دي.

د پاکستان له خیبر پښتوخوا څخه ځايي سرچینې وايي، چې د سه شنبې په ورځ د (زمري ۹مه) سهار مهال د کوهاټ په دره ادم خېل سیمه کې له سختو ورښتونو وروسته د یوه کور تل خونې ته د اوبو ننوتلو له امله د یوې کورنۍ ۱۱ غړي مړه شول.
د معلوماتو له مخې، مړه شوي کسانو کې شپږ ماشومان، ۳ ښځې او دوه نارینه شامل دي.
بل خوا پاکستاني رسنیو په راپورونو کې ویلي، چې نن سه شنبه په کشمیر، شمالي پنجاب، خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل هم شوی دی.
دا‌په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ یونیسېف په خپل راپور کې ویلي و چې سوېلي اسیا کې سېلابونه له شپږ مېلیونو څخه د ډېرو ماشومانو ژوند ګواښي.
دغه سازمان په خپل وروستې راپور کې په افغانستان، بنګله دېش، هند، نیپال او پاکستان کې د سختو بارانونو، سېلابونو او د ځمکې ښویېدنې له امله د زیانمنو شویو ماشومانو او تنکیو ځوانانو په اړه اندېښنه ښودلې او راتلونکې میاشت کې یې په دغو هېوادونو کې د سېلابونو راوتلو په اړه حکومتونو ته د چمتوالي خبرداری ورکړی.

نور خبرونه

رادیو