د اوربند پر هوکړه سربېره، کورمه کې د قومونو تر منځ په جګړه کې د وژل شويو شمېر ۴۶ ته رسېدلی

AP ۱۴۰۳ زمری ۸

له کورمې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې د تېرې ورځې د اوربند پر هوکړې سربېره هم جګړه شوې او تر دې دمه له دواړو لوریو ۴۶ تنه وژل شوي او ۱۷۷ تنه ټپیان دي.

ويل کیږي، د ځینو ټپیانو روغتیایي حالت نازک دی.

له کورمې څخه ځايي سرچینو نن دوشنبه د (زمري اتمه) افغانستان انټرنشنل پښتو ته په ټيلیفون ویلي، چې د تېرې ورځې د اوربند پر هوکړه سربېره هم له تېرې شپې راهیسې د کورمې په بېلابېلو سیمو کې جګړه روانه ده او د زیانونو د ډېرېدو اندېښنې په زیاتېدو دي.

ويل کیږي دا اوس د صدې ـ بلیش خيلو، غوځګړي ـ مقبلو او کړمان ـ پاړه چمکني تر منځ جګړه روانه ده او یو پر بل د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي.

د سیمې خلک وايي، ځايي او مرکزي حکومت د دغو قومونو تر منځ د دغې شپږ ورځنۍ جګړې په پای ته رسولو کې پاتې راغلی.

تېره ورځ پاکستاني رسنیو راپورونه خپاره کړل چې په کورمه کې د قومونو تر منځ د جګړې په اوربند هوکړه وشوه او دغه هوکړه د بوشهرې په نوم سیمې د جګړې په موخه شوې وه.

بوشهره، د کورمې په پاړه چنار هغه سیمه ده چې اوسېدونکي یې سنیان دي او ترې چارپیر خلک یې ټول شعیه ګان دي، د سیمې خلکو په خبره کله چې د سني او شعیه جګړه ونښلي نو لومړی شعیه ګان پر دغې سیمې بریدونه پیل کړي او درنه مرګ ژوبله ور واړوي.

نن دوشنبه په کورمه کې د جګړې شپږمه ورځ روانه ده او ورسره په سیمه کې خلکو احتجاج کړی چې حکومت دې د خلکو تر منځ د جګړې ختمولو لپاره ور مخکې شي.

ځايي سرچينې وايي، د تګ راتګ ټولې لارې تړل شوې دي، خلک ناروعان روغتونونو ته نه شي وړلی، د خوراکي توکو کمښت دی، ښوونځي تړلي پاتې دي او د انټرنیټ اسانتیا هم نه شته.

تېره ورځ رسنیو د قومي مشرانو له خولې راپور ورکړی وو، چې د دواړو لوریو قومي مشرانو پرېکړه کړې، چې د امن جرګې غړي به قبایلي وسله وال کسان د جګړې له مرچلو راکوزوي او جګړه به پای مومي.

ويل کیږي دا مهال، د پېښور او پاړه چنار تر منځ غځېدلې لويه لاره هم د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې او په ځینو سیمو کې بیا مخابراتي او انټرنټي خدمتونه هم بند شوي دي.

پاکستاني حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو