پاکستاني رسنۍ: پاکستاني امنیتي ځواکونو په بنو کې د وروستي برید په تړاو ۲۴ شکمن کسان نیولي

AP ۱۴۰۳ زمری ۷

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، چې د دغه هیواد امنیتي ځواکونو د خېبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ د پوځ پر یوه مرکز د وروستي برید په تړاو ۲۴ شکمن کسان نیولي.

ویل کیږي، دغه کسان له وسلو او نورو جګړه ییزو توکو سره نیول شوي.

پاکستاني رسنیو په خپل راپور زیاته کړې، چې دغه شکمن کسان په بنو کې د امن سیمه ییزې جرګې سره په همغږۍ نیول شوي دي.

‏راپور زیاتوي چې، له نیول شویو شکمنو کسانو سره وسلې او نور جګړه ییز توکي هم نیول شوي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې ته د څېړنو په موخه سپارل شوي.

تېره اوونۍ په خواله رسنیو کې یوه داسې ویډیو خپره شوه چې په کې ولسي خلک او پولیسو د بنو ښار په منځ کې ځینې کسان چې بڼه یې طالبانو ته ورته وه نیولي وو او په وهلو ټکولو یې د پولیسو ګاډو ته پورته کول.

که څه هم په بنو کې د پاکستاني پوځ پر مرکز موټربم او وسله والو بریدونو مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان اړوند د حافظ ګل بهادر ډلې منلی و، خو د دغو نیول شویو ۲۴ شکمنو کسانو په اړه لا دغې ډلې څه نه دي ويلي.

‏د خېبرپښتونخوا په بنو کې د تېرې چنګاښ میاشتې په ۲۵مه پر یوه پوځي مرکز په موټربم او وسله والو بریدونو کې شاوخوا اته پاکستاني عسکر ووژل شول او تر ۷۰ ډېر نور ټپیان شول.

نور خبرونه

رادیو