په کراچۍ کې یو حکومتي چارواکی "افغانانو ته د پاکستاني پېژندپاڼو" صادرولو په تور نیول شوی

AP ۱۴۰۳ زمری ۶

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د ملي معلوماتو د ثبت ادارې یو مرستیال افغانانو ته د پاکستاني پېژندپاڼو د ورکولو په تور نیول شوی دی.

د فدرالي څیړنو د ادارې ویاند ویلي، چې تورن کس له خپلو څو تنو همکارانو سره په کراچۍ کې افغانانو ته پاکستاني شناختي کارډونه ورکړي دي.

دغه پاکستاني چارواکي زياته کړه، چې دغه اداره د تورن کس د نورو همکارانو د نيولو هڅې کوي.

نوموړي د صادر شویو شناختي کارډونو د شمېر په اړه معلومات ورنکړل.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د فدرالي څیړنو ادارې هم په جلا عملیاتو کې په یو غیر قانوني سفري اداره چاپه وهلې او یو کس یې له ګڼو شناختي کارډونو او سفري اسنادو سره نیولی دی.

نور خبرونه

رادیو