طالبان: د سپین بولدک - چمن د دروازې د خلاصېدو په اړه خبرونه حقیقت نه لري

AP ۱۴۰۳ زمری ۱

په کندهار ولایت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي دفتر د سپین بولدک - چمن د دروازې د خلاصېدو په اړه خبرونه ناسم وبلل.

تېره ورځ په چمن کې پرلت پای ته ورسېد او په پرلت کې اعلان وشو چې نور به د سپین بولدک ـ چمن په دروازه د تېر په څېر له پاسپورټ او ویزې پرته تګ راتګ کیږي.

طالبانو د کندهار امنیه قومندانۍ یوه خبرپاڼه کې له ټولو مسافرو افغانانو غوښتي، چې د دروازې د خلاصېدو په اړه د پاکستاني مسوولانو تر ډاډ ورکولو پورې باید تګ و راتګ و نه کړي.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «زموږ امنیتي ارګانونه لکه د سپین بولدک کمېسارۍ او د سپین بولدک امنیتي ارګانونه هېڅکله د هېواد او فرضي کرښې د هغې غاړې د اوسېدونکو د تګ و راتګ مخنیوی نه کوي.»
په کندهار ولایت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي دفتر په داسې حال کې د یادې دروازې د خلاصېدو په اړه خبرونه ناسم وبلل، چې د دغو سیمو یو شمېر اوسېدونکو هم نن وویل، چې د پاکستان حکومت د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د افغانستان په پېژندپاڼې او د پاکستان پر شناختي کارډ د تګ و راتګ اجازه نه ده ورکړې.
تېره ورځ د چمن پرلت کوونکو له لس میاشتني ځنډ وروسته د روان پرلت د پای ته رسېدو خبره وکړه او ویې ویل، چې تر دې وروسته به د سپین بولدک ـ چمن په دروازه د تېر په څېر له پاسپورټ او ویزې پرته تګ و راتګ کیږي.
خو د دې پرېکړې په اړه تر اوسه د پاکستان حکومت په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو