سرچینې: شمالي وزیرستان کې د نجونو بل ښوونځی هم وسله‌والو په بمونو والوځاوه

AP ۱۴۰۳ زمری ۱

سیمه‌ییزو سرچېنو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، دغه ښوونځی د شمالي وزیرستان میرعلي زیرکي سیمه کې تېره شپه وسله‌والو په بمونو الوځولی او نړولی یې دی.

ويل کیږي، دغه ښوونځی د پاکستاني پوځ تر واک لاندې سیمه کې دی.

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن دوشنبه (زمري لومړۍ نېټه) وويل چې وسله والو هغه ښوونځی په بمونو الوځولی چې د پاکستاني پوځ تر بشړ واک لاندې و، خو د پاکستان حکومت لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

د روان کال غوايي میاشتې نمايي کې هم په شمالي وزیرستان کې د نجونو یو ښوونځی د وسله‌والو له‌خوا په بمونو الوځول شوی و.

په خیبر پښتونخوا کې د نجونو د ښوونځيو پر وړاندې تاوتریخوالی تر دې وړاندې هم مخینه لري، په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو کې په ملاکنډ او د خیبرپښتونخوا په نورو سیمو او دره ادم خېل کې هم ښوونځي په بمونو الوځول شوي وو.

له سیمې څخه خپلواک خبریال لال وزیر افغانستان انټرنشنل پښتو وويل چې په وزیرستان د نجونو ښوونځي ټول د پوځ تر ولکې لاندې دي خو بیا هم د وسله والو له لوري په بمونو الوځول کیږي.

ښاغلی وزیر وايي، چې د دغه ښوونځي په شاوخوا کې عادي کسان لا په اسانه او ازاد ډول نه شوای ګرځیدلی.

هغه وايي، په دغو سیمو کې د ټي ټي پي وسله‌وال فعال دي خو بیا هم د دغه ښوونځي د الوځولو په اړه کومې ډلې نظر نه دی څرګند کړی، چې د هغه په ټکو دغه کار د سیمې له خلکو سره اندېښنې زیاتې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو