فضل الرحمان: طالبان ښوونیز نصاب بدلوي څو د افغانانو ذهنیت د پاکستان په اړه ښه شي

AP ۱۴۰۳ زمری ۱

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر فضل الرحمان وايي، طالبان په نوي تعلیمي نصاب کار کوي، چې افغان ولس ته د پاکستان په اړه مثبت ذهنیت ورکړي.

ملا فضل الرحمان وویل، چې دا نوی ذهنیت به د ورورولۍ، اسلامي عقیدې او ګاونډیتوب پر بنسټ جوړ شي.

دغه پاکستاني مذهبي او سیاسي شخصیت له مشال راډیو سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان پخوانیو حکومتونو د پاکستان پر وړاندې منفي ذهنیت ته وده ورکړې ده.

هغه وويل؛ ده له طالبانو څخه اوريدلي دي، چې دغه ډله په ١٤٠٠ کال د زمري په مياشت کې کله چې واک ته ورسېده د پاکستان د ملاتړ له کبله د خلکو او ټولنې له خوا له ستونزو سره مخ شوه.

د ۱۴۰۰ کال د وږې په مياشت کې کله چې د پاکستان د پوځ د استخباراتو د ادارې مشر جنرال فیض حمید کابل ته ولاړ، په کابل کې د طالبانو پر ضد يو لاريون وشو، چې لاريون کوونکو د پاکستان پر ضد شعارونه ورکړل.

فضل الرحمان د طالبانو په حواله د پاکستان یوې ځايي رسنۍ ته ویلي، چې کله دغه ډله واک ته ورسېده، له پاکستان سره د نږدې والي له امله په ټولنه کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوه.

طالبانو ته نږدې دغه کس ویلي، چې افغانستان ته یې د خپل سفر پر مهال له طالب چارواکو سره د تعلیمي نصاب د بدلون په اړه په تفصیل سره خبرې کړې دي.

تر دې وړاندې د طالبانو د پوهنې وزارت هم اعلان کړی و، چې تر شپږم ټولګي پورې د افغان ښوونځیو نصاب «تعدیل شوی» دی.

د طالبانو له خوا د جوړ شوي نوي تعلیمي نصاب په اړه لا هم ډېر جزییات نه شته.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه ویلي، هغه سرلیکونه او درسونه، چې له افغان کلتور او اسلامي شریعت سره په ټکر کې وو له نصابه ایستل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو