د پاکستان پوځ ویاند په یوې خبري ناستې کې وویل، چې ځیني سیاسي مافیاوې غواړي چې د «عزم استحکام» عملیات د خپلو موخه لپاره متنازع کړي.
جنرال احمد شریف چودري وویل، د ملي اجماع په تایید سره یې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره د عزم استحکام عملیات ترتیب کړي دي.
د پاکستان د دولتي راډیو د خبر له مخې؛ د پاکستان پوځ ویاند احمد شریف چودري نن دوه شنبه په یوې خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل، چې په دې وروستیو کې د پاکستان پوځ پر وړاندې په منظمه توګه پروپاګند او ناسم خبرونو کې زیاتوالی راغلی دی نو اړینه ده، چې ځینې موضوعات روښانه کړي.
جنرل احمد شريف وويل؛ سږکال د دغه هېواد امنيتي ځواکونو ۲۲۴۰۹ استخباراتي عمليات ترسره کړي، چې ۳۱ وسله وال پکې وژل شوي.
د هغه د ادعا له مخې؛ د پاکستان استخباراتي ادارې هره ورځ ۱۱۲ عمليات ترسره کوي.
هغه زیاتوي، چې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ کابینې په پښتونخوا او پلوچستان کې د وسلوالو پر ضد د عزم استحکام په نامه د عملیاتو پیلول تایید او په دې اړه یې اعلامیه خپره کړه، چې د اکثریت په تاییدۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره یوه ځانګړې تګلاره جوړه شي.
د پاکستان پوځ ویاند په دغه خبري ناستې په یوه برخه کې نیوکه کوي، چې ډېرې اساسي موضوعات د سیاسي موخو لپاره کارول کیږي، چې د عزم استحکام د دې یوه بېلګه ده، چې دا پوځي عملیات نه دي بلکې د ترهګرۍ پرضد یو کمپاین دی، ولې دا متنازع کیږي؟
که څه هم د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر او ویاند د کومې سیاسي ګوند نوم وانه خیست خو ویې ویل؛ هغه څوک چې د عزم استحکام مخالفت کوي هغوي هغه سیاسي او غیر سیاسي مافیا ده، چې غواړي چې دا عملیات متنازع کړي.
نه یوازې د پاکستان په پارلمان کې د اپوزسیون مشرانو د دې عملیاتو مخالفت وکړ؛ بلکې د پاکستان زیاتره سیاسي ګوندونو او په ځانګړي توګه د پښتونخوا ولسونو د دې عملیاتو پر وړاندې لاریونونه وکړل او دوی دا وویل، چې د پاکستان د پوځ له خوا د عزم استحکام عملیات به د تېر په څېر یوازې ولس ور سره زیانمن شي.
د پاکستان پوځ ویاند همدراز وویل، چې په پاکستان کې تر ۳۲۰۰۰ زیاتې مدرسې دي چې یوازې ۱۶۰۰۰ مدرسې راجستر دي.
هغه وویل «نورې مدرسې چرته دي، څوک یې چلوي، ۵۰ فیصده مدرسې راجستر نه دي، ایا دا کار باید پوځ وکړي؟.
جنرال احمد شریف چودري وویل، چې له افغانستان سره شپږ هېوادونه پولې لري، چې له دې جملې څخه ۵ هېوادونه د پاسپورټونو له لارې تک او راتګ په ادامه لري؛ خو ولې د پاکستان پوله د شناختي کارډ یا تذکرې پر اساس د نرمې پولې په توګه ساتل کیږي؟
هغه زیاته کړه؛ کله چې حکومت د پاسپورټ یو سند حتمي کړي ، نو پر ضد یې لاریونونه پیل شول، د دغو لاریون کوونکو یوازې یوه غوښتنه ده، چې د قاچاق مخه مه نیسئ.
د یادونې ده، چې وروسته له هغه چې په پاکستان کې د عمران خان حکومت له منځه لاړ په پاکستان کې سیاسي ګډوډي مخ پر زیاتېدو شوه او دغې چارې امنیتي ننګونې هم زیاتې کړې.