پاکستاني رسنۍ: اسلام اباد د جرمني سفیر احضار کړ

AP ۱۴۰۳ زمری ۱

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په فرانکفورټ کې د دغه هېواد کونسلګرۍ ته د اعتراض کوونکو د ننوتو په تړاو په اسلام اباد کې د جرمني سفیر الفرد ګراناس احضار کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د جرمني د سفیر د احضارولو په اړه څه نه دي ویلي.

خو د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې د جنګاښ په ٣١مه نېټه يې په دې اړه د جرمني حکومت ته خپل سخت احتجاج څرګند کړی دی.

په خبرپآڼه کې راغلي چې د قونسلي اړیکو په اړه د ویانا د ۱۹۶۳ کال کنوانسیون له مخې د کوربه دولت دنده دا ده، چې د کونسلګرۍ د ځایونو د حرمت ساتنه وکړي او د ډیپلوماټانو خوندیتوب ډاډمن کړي.

اسلام اباد په خپله رسمي خبرپاڼه کې د هغو کسانو د نيولو غوښتنه کړې چې په فرانکفورت کې يې د پاکستان پر کونسلګرۍ بريد کړی و.

د جنګتښ په ۳۰مه نېټه د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ د یوې مظاهرې په ترڅ کې یو شمېر اعتراض کوونکو په فرانکفورټ کې د پاکستان پر کونسلګرۍ برید وکړ. دوی د دغه سفارت له احاطې څخه د پاکستان بیرغ راښکته کړ، اور یې ورته واچاوه او د دغه دفتر کړکۍ یې ماتې کړې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په دغه لاریون کې د تاوتریخوالي غندنه وکړه.

نور خبرونه

رادیو