پاکستاني رسنۍ: پاکستان کې د پولیو ناروغۍ نهه مثبتې پېښې ثبت شوې دي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۳۱

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، چې د دغه هیواد په بېلابېلو سیمو کې د پولیو ناروغۍ نهه پېښې ثبت شوې.

ويل کیږي وروستۍ هغه یې د خیرپښتونخوا په هنګو ولسوالۍ مثبته ثبت شوې.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د خیبرپښتونخوا په هنګو کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ د وروستۍ پېښې له ثبتېدو سره د دغه هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ګوزڼ ناروغۍ نهه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه هیواد د روغتیايي چارواکو په وینا د خیبرپښتونخوا په هنګو کې د ګوزڼ د وروستۍ پېښې له ثبتېدو سره، تر اوسه پورې د پاکستان د سیند ایالت د کیماړي ولسوالۍ او حیدراباد په ګډون د ۵۱ ولسوالیو څخه له ۲۱۵ زیات نمونو کې د پولیو ویروس موندل شوی دی.

ويل کیږي، پر دې سربېره د جامشورو، چمن، پښین او لاهور په ځینو نمونو کې هم د پولیو ویروس موندل شوی دی.

د پاکستاني چارواکو په وینا په دغه هیواد کې تر دې دمه نهه ماشومان د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوي چې تېره ورځ د بلوچستان په ژوب ولسوالۍ کې یونیم کلن ماشوم د پولیو ناروغۍ له امله په پښو شل شوی.

دا مهال په دوو صوبو خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې وسله کسان د پولیو کمپاین د مخنیوي هڅې کوي چې ډیری مهال د پولیو واکسین پر امنیتي کسانو د وسله والو له لوري وخت ناوخت بریدونه کیږي او هغوی ته مرګ ژوبله اوړي.

د پاکستان حکومت له لوري له تېر نږدې یوه کال راهیسې له دغه هیواد څځه د افغان کډوالو له جبري ایستلو وروسته د افغانستان په ختیځو او سوېلي ولایتونو کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ مثبتې پېښې ثبت شوې چې شنوونکي کې لامل افغانستان ته له پاکستان څخه د دغې ناروغۍ لېږد په ګوته کوي.

نور خبرونه

رادیو