د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی محسن داوړ وایي، چې د بنو خلک د طالبانو پروژې ردوي.
داوړ په خپل اېکس کې لیکلي، چې د بنو د امن غوښتونکو له لاریونوالو سره تر هغه وروسته وکتل، چې د پاکستان پوځ پر دغو معترضینو وحشیانه ډزې وکړې، چې له امله یې یو شمېر ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
نوموړی وایي: «د بنو خلک د طالبانو پروژې ردوي.»
محسن داوړ همداراز زیاتوي، چې د بنو لاریونوال د سولې غوښتونکي دي او پر خپلو غوښتنو ولاړ دي.
په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي وو، چې په پرلتوالو د پاکستاني ځواکونو د شویو ډزو له امله څلور تنه وژل شوي او تر شلو زیات ټپیان دي؛ خو د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلی سلاکار وايي، چې په دغه پېښه کې یوازې یو کس وژل شوی او ۲۵ کسه نور ټپیان شوي دي.
دا لاریونونه په دې سیمه کې د ناامنۍ پرضد شوي او نن یې درېیمه ورځ ده.
که څه هم دوی په دې سیمه کې د سولې غوښتنه کوي، خو د اعتراضونو په لومړۍ ورځ لاریونوال د پاکستاني پوځ له تاوتریخوالي ډک چلند سره مخ شول.
د فرانسې خبري اژانس ليکلي، چې په دې لاريون کې تر لسو زرو زياتو کسانو برخه اخيستې وه.
لاریون کوونکي وايي، چې د بنو سیمه د پوځ او پاکستاني طالب وسله والو تر منځ د جګړې مرکز ګرځېدلی دی.
دوی له دولتي چارواکو او د پاکستاني طالبانو د تحریک له وسله والو وغوښتل، چې د دې سیمې امن ګډوډ نه کړي.
اخوا، د خیبر پښتونخوا د سیمه ییزې ادارې ویاند بیا ویلي، چې حکومت په بنو کې په دغو لاريونونو کې د تاوتريخوالي په اړه د «رڼو» پلټنو په اړه یو کمېسيون جوړ کړی دی.
نوموړي ویلي، چې په بنو کې وضعیت اوس تر کنټرول لاندې دی او امنیتي ځواکونه په «حساسه سیمو» کې د تیارسۍ په حال کې دي.
له بنو څخه ځايي سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې د بنو ښار په پولیس چوک کې د سوداګرو د ټولنې په نوښت جوړ شوي پرلت کې د سیاسي ګوندونو مشرانو، ځايي قومي مخورو او په سلګونه ولسي وګړو برخه اخیستې او په خپله سیمه کې د امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي.
دغه پرلتوال وایي، چې د دوی د غوښتنو تر منل کېدو به اعتراضونو ته دوام ورکړي.
د یادولو ده، چې د بنو د معترضینو په ملاتړ د پاکستان د یو شمېر نورو ښارونو په ګډون په ځینو نورو هېوادونو لکه برېتانیا او جرمني کې هم د پاکستان د سفارت او کونسلګرۍ پر وړاندې لاریونونه وشول.