د غازي امان الله خان لېسټ اې یو ورځینو سیالیو د اووم پړاو، لسمه لوبه د هندوکش سټرایکرز او ماهیپر ستوري لوبډلو ترمنځ تر سره کیږي.
د دغې لوبې پچه هندوکش سټرایکرز لوبډلې وګټله او د ماهیپر ستوري لوبډلې ته یې د توپ اچونې بلنه ورکړه.
د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګه وايي، په کندوز ولایت کې د لېسټ اې یو ورځنیو سیالیو په دوام لسمه لوبه د رحمت شاه زرمتي په لوبډلمشرۍد هندوکش سټرایکرز او د حشمت الله شاهدي په لوبډلمشرۍ د ماهیپر ستوري لوبډلې ترمنځ تر سره کیږي.
د لېسټ اې سیالیو اووم پړاو د لسمې لوبې پچه د هندوکش سټرایکز لوبډلې وګټله او د ماهیپر ستوري لوبډلې په وړاندې یې لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه.
په روان لېست اې یو ورځنیو سیالیو کې هندوکش سټرایکرز لوبډلې مخکنۍ څلور لوبې ګټلې دي او ماهیپر ستوري لوبډلې بیا یوازې یوه لوبه بایللې او نورې ټولې لوبې یې ګټلې دي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې غړی میر مبارز وايي، په دغو سیالیو کې یې ملي لوبغاړي، د کورني کرېکټ داخلي قرارداد لرونکي او د قوشتېپې په نوم سیالیو کې لوبول شوي لوبغاړي یې په دغو سیالیو کې ټاکلي دي.
نوموړی وايي، په یادو سیالیو کې یې هغه لوبغاړي ټاکلي، چې په کورني کرېکټ کې د لومړي کرېډ ون او دویم ګریډ کې یې ښې لاسته راوړنې لرلې او له ملي لوبغاړو سره د ځوان لوبغاړو لوبېدل به ډیر ګټور تمام شي.