دا په پاکستان کې د روان کال د پولیو نهمه پېښه ده، چې د بلوچستان له ژوب څخه راپور شوې ده.
د ژوب د حسن زيو سيمې يو نیم کلن ماشوم کې د پوليو ویروس پېژندل شوی دی.
د روغتیایي خدمتونو په برخه کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار ډاکټر ملک مختار احمد ویلي، چې سږ کال په دغه هېواد کې نهه ماشومان په ګوزڼ ناروغۍ اخته شوي دي.
د پولیو په برخه کې د لومړي وزیر د دفتر مسوولې عایشه رضا فاروق خلکو ته سپارښتنه کړې، چې خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړي.
هغې وویل، د دې ناروغۍ د مخنیوي تر ټولو اغېزمنه لار د پولیو واکسین د څو ډوزونو اخیستل دي.
په همدې حال کې په پاکستان کې د پوليو د له منځه وړلو د ملي بېړنيو عملياتو د مرکز همغږي کوونکي محمد انور الحق وويل، حکومت سږ کال د پوليو ضد شپږ کمپاينونه ترسره کړي دي.
هغه وويل:« د دې ناروغۍ څخه د ماشومانو د ساتنې لپاره بېلابېلې تګلارې په پام کې نيول شوې دي.»
پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې لا هم د پولیو ویروس په کې شته، چې تر ډېره یې لامل د ماشومانو نه واکسین کېدل او د یو شمېر مذهبي او وسلهوالو ډلو د دغه واکسین سره مخالفت ښودل شوی دی.