په کراچۍ ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د سختې ګرمۍ له امله ۵۱ تنه مړه شوي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۸

د پاکستان د روغتیا اداره وایي، چې په کراچۍ ښار کې په تېره یوه میاشت کې د سختې ګرمۍ له امله ۵۱ تنه مړه شوي او سلګونه نور په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.
د پاکستان د هوا پوهنې ادارې هم ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې په کراچۍ کې د ګرمۍ درجه ۵۴ سانټي ګراډ ته رسېدلې ده.

پاکستاني رسنیو نن د دې هېواد د روغتیا ادارې له قوله راپور ورکړی، چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې ښار کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۵۰ نور بیا په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.
د پاکستان د هوا پوهنې ادارې وړاندوینه کړې، چې شدیده وچکالي او د ګرمي لوړه درجه به د دې لامل شي، چې د دې هېواد په ځنګلونو په ځانګړې توګه په پنجاب زیانمنونکو سیمو کې د اورلګیدنې لامل شي.
په پاکستان کې د هوا پېژندنې ځینو کارپوهانو ویلي، چې په دغه هېواد کې د هوا د تودوخې لوړه کچه په تېره بیا په کراچۍ او پنجاب کې په دغه هېواد کې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د تودوخې تر ټولو لوړه کچه په ګوته کوي.

نور خبرونه

رادیو