له ټوېټر یا اېکس وروسته په پاکستان کې د فېسبوک د بندېدو اندېښنې

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۸

د انټرنېټ څارونکي (نېټ بلاکس) تایید کړې چې له ټویټر وروسته په ټول پاکستان کې د فیسبوک خدمتونه هم تړل شوي دي.
ویل کیږي، چې له پرون راهيسې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې کاروونکي د فېسبوک، انسټاګرام او نورو ټولنيزو رسنيو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د انټرنېټ څارونکي (نېټ بلاکس) وايي، چې د دوی څارنې ښیي چې په پاکستان کې د انټرنېټ خدمتونو د چمتو کوونکو لپاره د فیسبوک خدمتونه تړل شوي.
له کراچۍ، کوټې، لاهور، ملتان، سیند، حیدراباد، راولپندۍ، خیبرپښتونخوا، فیصل اباد، اسلام اباد، اېبټ اباد او بېلابېلو برخو څخه د خواله رسنیو څارونکو په دې اړه شکایت کړی چې د دوی په سیمو کې له ټویټر یا ایکس وروسته فېسبوک او انسټاګرام له کاره لوېدلي او د لاسرسي وړ نه دي.
پر دې سربیره د نړۍ په کچه د انټرنیټي خدمتونو د څارنې ویب پاڼې (ډاون ډیټیکټر) په وینا، د پاکستان په بیلابیلو سیمو کې کاروونکي په فیسبوک سربیره انسټاګرام ته د لاسرسي په برخه کې هم له ستونزو سره مخ دي.
ظاهرآ داسې برېښي چې پر خواله رسنیو دغه بندېز دې د محرم په ۱۰ او ۱۱ د عاشورا مراسمو د خوندي ترسره کولو په موخه ترسره شوی وي، خو د کاروونکو اندېښنې دا دي چې نن پنجشنبه د محرم میاشتې ۱۲مه هم پر خواله رسنیو بندیز پر ځای پاتې دی.
خو په حکومتي کچه د پاکستان د مخابراتو ادارې (پي ټي اې) په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت د پاکستان حکومت پر ایکس ټولنیزه شبکه بندیز ولګاوه او کارونکي یې د استعمال پر مهال د (وي پي این) ځانګړې مجازې شبکې په کارولو سره ایکس پاڼې ته لاسرسی مومي.

نور خبرونه

رادیو