د پاکستان امنیتي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د عثمان الله کامران په نوم یو افغان طالب جنګیالي د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پاکستان د پوځ پر مرکز په وروستي برید کې لاس درلود.
پاکستان ویلي، دا برید د حافظ ګل بهادر ډلې کړی، چې په افغانستان کې مېشته ده.
د حافظ ګل بهادر ډلې وسله وال چې د پاکستاني طالبانو تحریک اړوند دي، د دوشنبې په ورځ له یوه افغان قوماندان سره يو ځای په بنو کې پر پوځي اډې برید وکړ او له پاکستاني ځواکونو سره په ۲۴ ساعته نښته کې یې ۸ تنه ووژل.
پاکستاني امنیتي سرچینو په دغه برید کې د یو افغان قوماندان د رول پخلی کړی او د هغه تصویر يې هم افغانستان انټرنشنل ته لېږلی.
په دې بريد سره يو ځل بيا پاکستاني چارواکو افغان طالبانو ته د نيوکي ګوته نيولې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه برید په غبرګون کې د طالبانو مرستیال سفیر هم احضار کړی و.
د پاکستان پوځ او د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا برید د حافظ ګل بهادر وسله والو کړی او د دې وسله والو مرکزي دفتر په افغانستان کې دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له حکومته غوښتي، چې د دغه برید په اړه بشپړه څېړنه وکړي او د عاملینو پر وړاندې دې سمدستي، قوي او اغېزناک اقدامات وکړي.
طالبانو تر اوسه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی؛ خو په افغانستان کې یې د پاکستان طالبانو تحریک په څېر د ډلو فعالیت رد کړی دی.