له سیمې څخه سرچینې وايي، نن سهار شاوخوا پنځه بجې د خیبرپښتونخوا په بنو کې د پاکستاني پوځ پر یوه مرکز ځانمرګي او وسله وال بریدونه شوي او لا هم جګړه روانه ده.
ویل کیږي، په دغو بریدونو کې څلور پاکستاني عسکر وژل شوي او د دوو عسکرو په ګډون نهه تنه ولسي خلک ټپیان دي.
تر اوسه پورې پاکستاني پوځ په دې اړه څه نه دي ویلي.
ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن دوشنبه د (چنګاښ ۲۵مه) ويلي چې د خیبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ پر یوه مرکز لومړی د موټربم دوه ځانمرګي بریدونه وشول او ورپسې نورو وسله والو بریدونه پیل کړل چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په دغو بریدونو کې څلور پاکستاني پوځيان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د دې تر څنګ د ورڅېرمه کورونو او بازار کې هم د ښځو په ګډون اووه تنه ټپیان دی.
دا د پیښې لومړۍ شیبې ښايي، د مرګ ژوبلې شمېرې لوړې شي.
په سیمه کې د پاکستاني پوځ چورلکې هم ګرځي او جګړه روانه ده.
د دغو بریدونو مسوولیت د ټي ټي پي اړوند د حافظ ګل بهادر ډلې منلی دی.