پاکستاني رسنۍ: په خیبرپښتونخوا کې د حسن زیب په نوم یو ځايي خبریال نامعلومو وسله والو وژلی

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۵

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې تېره ورځ د خیبرپښتونخوا په نوښار سیمه کې د حسن زیب په نوم یو خبریال د ناپيژاندو وسله والو په ډزو کې ووژل شو.

پولیسو ویلي، چې د حسن زیب د قاتلانو د نیولو هڅې یې پیل کړې دي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۴مه) ناوخته د خیبرپښتونخوا ایالت په نوښار سیمه کې د دوو موټرسایکل سپرو له لوري پر سیمه ییز خبریال حسن زیب ډزې وشوې، چې هغه لومړی ټپي او روغتون ته پر لاره یې ساه ورکړه.

برید کوونکي له پيښې وروسته له سیمې په تیښته بریالي شوي.

سیمه ییزو پولیسو ویلي، چې پر حسن زیب د برید کوونکو ویډیو یې ترلاسه کړې او د نوموړي د قاتلانو د نیولو هڅې روانې دي.

د راپورونو له مخې حسن زیب په پيښور کې د (اج نیوز) ورځپاڼې خبریال و.

د‌ پاکستان اج نیوز هم په نوښار کې د نامعلومو وسله والو په برید د خپل خبریال حسن زیب د وژل کېدو پخلی کړی.

تېره میاشت هم د خیبرپښتونخوا په خیبر سیمه کې د خلیل جبران په نوم یو خبریال وسله والو په ډزو وژلی و.

د یادونې وړ ده چې په روان کال کې په پاکستان کې د حسن زیب په ګډون پنځه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي.

نور خبرونه

رادیو