په تورخم کې دوه مېرمنې د نشه يي توکو د قاچاق په تور ونیول شوې

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۵

په تورخم کې پاکستاني سرحدي چارواکي وايي، چې دوه مېرمنې يې له شپږ کيلو ګرامه نشه يي توکو سره دغه هېواد ته د ننوتو پر مهال نيولې دي.

چارواکو ویلي، چې دغه نشه يي توکي ۷۰ مېلیونه پاکستانۍ کلدارې چې شاوخوا ۲۵۰ زره ډالره کیږي، ارزښت لري.

د تورخم د ګمرک مرستیالې صاعقه عباس د دوشنبې په ورځ وویل، چې دوه مېرمنې هغه مهال ونیول شوې، چې غوښتل یې د غوړیو په قوطیو کې شپږ کیلو ګرامه شیشه پاکستان ته قاچاق کړي.

د مېرمن عباس په خبره؛ له دغو دوو مېرمنو لومړنۍ څېړنې ښيي، چې دوی د قاچاقو عادي کارکوونکې دي.

نور خبرونه

رادیو