له سیمې خبریالانو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، په هغه موټربم او وسله والو بریدونو کې چې نن سهار د خیبرپښتونخوا په بنو کې د پاکستاني پوځ پر یوه مرکز شوي شپږ عسکر وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.
په سیمه کې پولیس چارواکي وايي، په پېښه څلور ولسي کسان وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان دي.
ويل کیږي، دغه چاودنه ډېره زوروره وه او ورڅېرمه ولسي خلکو ته یې د سر او مال زیانونه اړولي دي.
تر اوسه پورې پاکستاني پوځ په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
له سیمې څخه خپلواک خبریال لال وزیر، افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن دوشنبه د (چنګاښ ۲۵مه) ويلي چې د خیبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ پر یوه مرکز لومړی د موټربم دوه ځانمرګي بریدونه وشول او ورپسې نورو وسله والو بریدونه پیل کړل چې د معلوماتو له مخې په دغو بریدونو کې شپږ پاکستاني پوځيان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.
په سیمه کې پولیس چارواکو خبریالانو ته ويلي، چې په دغو بریدونو کې څلور ولسي کسان وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان دي.
ویل کیږي لا هم په سیمه کې جګړه روانه ده او د جګړې پر سیمه اوس پاکستانۍ چورلکې ګرځي.
د دغو بریدونو مسوولیت د ټي ټي پي اړوند د حافظ ګل بهادر ډلې منلی او دعوه یې کړې چې په مرکز کې شته ټول پوځي عسکر یې وژلي دي.