په پاکستان کې د ګازو او برېښنا د لوړو بیو له امله د ټوکر ۱۰۰ لویې تولیدي کارخانې تړل شوي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۴

د پاکستان د رخت د توليد فابريکو د ټولنې یو شمېر سرچينې وايي، چې د پېسو نړۍوال صندق او د پاکستان حکومت د ناسمو پاليسیو له کبله ډېرې فابرېکې تړل شوې دي.

په تېرو دوو کلونو کې په پاکستان کې د برېښنا او ګازو بيې ۱۷۰ سلنه لوړې شوې دي.

جيونيوز د یکشنبې په ورځ د پاکستان د ټوکر جوړولو او توليد فابرېکې د يو شمېر سرچينو له قوله ليکلي، چې د ټوکرانو جوړولو د ۵۰ کارخونو په ګډون ۱۰۰ لويي فابريکې تړل شوي او زرګونه کسان بې دندو شوي دي.

سرچينې د برېښنا او ګازو د بیو د لوړوالي اړوند وايي: « په ۲۰۲۲ کې د برېښنا کیلو واټ په ۱۶ کلداري و، چې اوس په ۴۲ شوی او په ۲۰۲۲ کې فابريکو ته یو کيلو ګاز په ۱۴ کلداري ورکول کېده، چې اوس په ۴۰ شوی دی.»

د سرچينې د معلوماتو له مخې، چې په دوو کلونو کې د ټوکر صادرات له ۱۹ میليارډو ډالرو څخه ۱۶ ميليارډ ډالرو ته را ټيت شوي دي.

باید وویل، شي، چې تېره مياشت د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د صنعت کارخونو لپاره د برېښنا په برخه کې څه باندي لس کالداري کمښت اعلان کړی و.

نور خبرونه

رادیو