د عوامي نشنل ګوند د پښتونخوا صوبايي مشر د ګیله من وزیر په جنازه کې د وینا پرمهال وویل چې ګیله من وزیر بهر ته پر تګ بندیز و خو قاتل ته یې اجازه ورکړل شوه چې بهر ته سفر وکړي.
میا افتخار حسین پاکستان ته په اشارې سره وویل داسې ملک دی «چې سپي یې خوشي کړی او ګاڼې یې تړلي دي»
د عوامي نشنل ګوند ایالتي مشر د پوښتنې په توګه وویل: «ایا مونږ یوازې په شهادتونو راټولیږو او که له دې بغیر هم مونږ ته د راټولېدو اړتیا شته. »
د راپورونو پر بنسټ د ګیله من وزیر د مرګوني ټپي کېدو وروسته پښتون ژغورنې غورځنګ او یو شمیر بهر میاشتي افغانانو هڅه وکړه، چې ګیله من وزیر د درملنې لپاره جرمني یا هم لندن ته انتقال کړي؛ خو داسې اندېښنې مطرح شوې چې د ګېله من وزیر پېژند پاڼه او پاسپورټ د پاکستاني استخباراتو له لخوا بلاک شوي دي او بهر ته د تګ اجازه نه لري.
په ورته وخت کې میا افتخار حسین نیوکه کوي، «ګیله من وزیر بهر ته د درملنې لپاره نشو تلی، ځکه چې بهر ته د تګ اجازه نه وه خو قاتل یې په نره لاړو په هیڅ کوم لېست کې یې نوم نه و.»
دی زیاتوي که د ګیله من وزیر پېښه سیمه ییزه وي نو بیا قاتل ته د سفر کولو اجازه د چا په لاس کې وه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې د غړي او شاعر ګیله من وزیر جنازه تېره ورځ د شمالي وزیرستان په اسدخېل کلي کې ادا او هلته خاورو ته وسپارل شوه.
ګیله من وزیر تېره یکشنبه په اسلام اباد کې ټپي او وړمه ورځ یې د سختو ټپونو له امله په پیمز روغتون کې سا ور کړه.
د نوموړي جنازه دوه ورځې وړاندې له اسلام اباد څخه خپل پلرني ټاټوبي ته ولېږدول شوه او نن پکې پر وزیرستان او ور څېرمه سیمو سربېره د پېښور او د پښتونخوا د ځینې نورو سیمو خلکو هم ګډون کړی و.