په کابل کې د ژوندون ټلویزیون رییس او د پوهنتون استاد اسماعیل یون وايي د ګیله من وزیر د غایبانه جنازې او فاتحې ادا کولو لپاره له اوسني حاکمیت سره خبرې روانې دي.
یون په یوه پېغام کې له طالبانو غواړي چې خپل ولس ناهیلی نه کړي او ترشاه یې ودریږي او خپل ملي او اسلامي رسالت ترسره کړي.
افغان فرهنګپال اسماعیل یون په دغه ویډيو پېغام کې په ډاکه کړې ده، چې تمه لري، چې په راتلونکو دوه ورځو کې د روانو خبرو یو مثبت ځواب ترلاسه کړي.
دوی همداراز ویلي چې کله په دې برخه کې پرمختګ وشو، نو افغانان به خبر کړي.
اسماعیل یون په خپل لنډ ویډیوي پېغام کې نه دي ویلي چې له کومو طالب چارواکو سره په دې اړه خبرې روانې دي.
د راپورونو پر بنسټ تر اوسه طالبانو د کابل په کډون په ولایتونو کې ګیله من وزیر د غایبانه جنازې او فاتحې د مراسمو اجازه نه ده ورکړې.
تر اوسه دا نه ده معلومه چې طالبان به په خپل حاکمیت کې د لوی افغانستان د ستر ارمانجن ګیله من وزیر غایبنه جنازې او فاتحې ادا کولو اجازه ورکړي او کنه.
د پخوانیو ولسمشرانو نیولې تر سیاسیتوالو او د کرېکټ یو شمیر مشهورو لوبغاړو پر ګیله من وزیر برید برید غندلی او پر مړینه یې غمرازي ښودلې ده.
د تحریک طالبان پاکستان د یو خبرپاڼې خپرولو سره پر ګیله من وزیر برید د پاکستان د پوځیانو کار بللی دی او د هغه مجرمینو ته د سزا غوښتنه یې کړې ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي او ځوان شاعر ګېله من وزیر د جنازې لېږدولو کې پرون منظور پښتین له قومي مشرانو، مخورو او سیاستوالو وغوښتل، چې د پښتون قوم د برخلیک ټاکلو په اړه دې سره راټول شي او پرېکړه دې وکړي.
نوموړي بېګا شپه ناوخته د بنو په ښار کې د ګېلهمن د جنازې په مراسمو کې خلکو ته وویل، چې نور پښتانه د خپلو ځوانانو، مشرانو سپین ږېرو او ماشومانو د وژلو توان نه لري.