پاکستان: له طالبانو غواړو، د هغو ډلو پر ضد ګام واخلي چې په پاکستان کې ترهګریز بریدونه کوي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۲

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوڅ وايي، پاکستان تمه لري چې طالب چارواکي به د هغو ډلو پر ضد ګام واخلي چې په پاکستان کې ترهګریز بریدونه کوي.

هغې تېره ورځ په خپلې اونیزې خبري ناسته کې وويل، پاکستان د افغانستان واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوى لري او د ګاونډي هېواد له چارواکو هم تمه لري چې د نورو حاکميت ته هم درناوی وکړي.
هغې له طالب چارواکو وغوښتل، د هغو ترهګریزو ډلو پر ضد اقدام وکړي چې د دوی په خاوره کې پټنځايونه لري او له پولې دې خوا د ترهګریزو بريدونو لپاره يې کاروي.
ورته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له ټي‌ټي‌پي سره له هر ډول خبرو اترو انکار وکړ.
اغلې بلوڅ وویل، چې د پاکستانيانو او بهرنیو وګړو په وژنو کې له ښکېلو ډلو سره خبرې شونې نه دي.
هغې ویلي:« ټي‌ټي‌پي په پاکستان کې دننه د پاکستاني او بهرنیو وګړو په وژنه کې لاس لري.»
پاکستان تر دې وړاندې هم له افغان طالبانو ورته غوښتنې کړې وې؛ خو افغان طالبانو تل د پاکستان دغه ډول ادعاوې ردې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو