د بښنې نړۍوال سازمان په کوټه کې د پولیسو له‌خوا د اعتراض کونکو پر وړاندې تاوتریخوالی غندلی

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۲

د بښنې نړۍوال سازمان په کوټه کې د پولیسو له‌خوا د بلوڅ لاریونوالو پر وړاندې تاوتریخوالی وغانده.
دغه سازمان پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د پاکستان په کوټه کې تېره ورځ په سوله‌ییز لاریون د اوښکې بهوونکي ګاز شېندل او د لاریونوالو د ډله‌ییزې او ناقانونه نیونې غندنه کوي.

دغه سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي، چې ژر تر ژره دې نیول شوي ټول لاریونوال خوشې کړي او یا دې د دوی کورنیو ته د هغوی د ځای او وضعیت په اړه مالومات ورکړي.
په کوټه کې تېره ورځ بلوڅانو لاریون کړی و او د ظهیر احمد بلوڅ پر نادرکۍ یې اعتراض کړی و، چې دغه اعتراض د پاکستاني پولیسو له‌خوا په تاوتریخوالي بدل شو.
دغه سازمان لیکلي، په دغه تاوتریخوالي کې یوشمېر لاریونوال ټپیان شوي هم دي چې دمګړۍ د درملنې له اسانتیاو بې برخې دي.
دغه سازمان د پاکستان حکومت ته ویلي، چې د ټپیانو د درملنې لپاره دې زمینه برابره کړي.
تر دې وړاندې هم د پاکستان حکومت پر ضد دغه ډول لاریونونه د پولیسو له‌خوا په تاوتریخوالي بدل شوي وو.

نور خبرونه

رادیو