پاکستان ۴۵۰۰ افغان زدهکړیالانو ته په بېلابېلو پوهنتونونو کې تحصیلي بورسونه منلي دي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني په اېکس پاڼه کاږلي:« خوښ یم، چې د افغان زدهکړیالانو لپاره د علامه اقبال تحصیلي بورسونو درېیم پړاو پیل شو.»
هغه لیکلي، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به ۴۵۰۰ افغان زدهکړیالان د پاکستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې د ټولنیزو او طبیعي علومو په برخو کې زدهکړې وکړي.
که څه هم هغه په دغې لیکنه کې د نجونو زدهکړیالانو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو طالبانو تر دې وړاندې بهر ته له محرم پرته د نجونو زدهکړیالانو د سفر مخه نیولې وه.
د جمهوریت تر ړنګېدو وړاندې ګڼو هېوادونو افغان زدهکړیالانو ته خپل کلني بورسونه اعلانول؛ خو د جمهوریت تر پرځېدو وروسته دغه بورسونه محدود شوي دي.