د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له هېوادونو سره ګډې ګټې لري

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۰

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند د ټي ټي پي په وړاندې د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونو د ملاتړ په اړه ویلي، واشنګټن په سیمه کې له امنیتي ګواښونو سره په مبارزه کې ګډې ګټې لري.
متیو میلر وویل، امریکا په منظمه توګه له پاکستان سره د سیمه ییز امنیت د ټینګښت لپاره کار کوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري ناسته کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا واشنګټن په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پر ضد د پاکستان د پوځ د عملیاتو ملاتړ کوي، څرګند ځواب ور نه کړ. خو هغه زیاته کړه امریکا په سیمه کې له امنیتي ګواښونو سره په مبارزه کې ګډې ګټې لري.
میلر وویل چې د پاکستان خلک د ترهګرو ډلو څخه ډیر زیانمن شوي دي.
په دې وروستیو اونیو کې د پاکستان پوځ په خیبرپښتونخوا ایالت کې د وسله والو ډلو پر ضد د «عزم استحکام» په نوم عملیات پیل کړي دي.
د پاکستان د دفاع وزیر اصف دراني په ګډون یو شمېر جګپوړو پوځي چارواکو په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پر ضد د هوايي بریدونو د دوام پر اړتیا ټینګار کړی دی.

نور خبرونه

رادیو